د وینې په څیر اوسه!
خسرو ګلسرخی
په وینې کې پنجه ووهه او پر مخ یې راوکاږه!
د بابک په څیر اوسه
نه
له هغه نه هم سور، له بابک نه هم لاسور اوسه!
دښمن
که څه هم وینه تویوی
خو د وینې له خوټکیدو نه ډاریږی
د وینې په څیر اوسه
وخوټکیږه
ښار باید ټول
بابکستان شی
تر څو دښمن په وینې کې ډوب شی
تر څو دا خراب آباد
له ګونګی څخه پاک شی او
ګلستان شی.